Book Name:Nigah e Ghous Azam

غل ئې قطب جوړ کړو

      يو ځل پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مدينے مُنَوَّرے نه واپس بغداد طرف ته راروان وو، په لاره کښې ئې يو کس اوليدو، چې په اصل کښې غل وو او په دې انتظار کښې ولاړ وو چې څوک راشي او زه ترينه مال لوټ کړم. پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله د هغه خواه ته تشريف راوړو نو اوئې فرمائيل: ته څوک ئې؟ غل دروغ اووئيل چې: زه يو کلي وال يم.

      الله اکبر! دروغ او هغه هم د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مخکښې......! دا د غوثِ اعظم نظر دے چې څه ترينه پټ نه دي حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې نظر اوفرمائيلو نو هغوئي ته معلومه شوه چې دا کس ګنهګار دے، بيا پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه عبدالقادر يم، بس دا اوريدل وو چې د هغه غل د زړۀ دنيا بدله شوه، هغه فوراً د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په قدمونو پريوتو او عرض  ئې اوکړو: یَا سَیِّدی عَبْدَ الْقَادِر شَیْئًا لِلّٰہِ يعني، اے زما سردار عبدالقادر! د الله د پاره په ما نظرِ کرم اوفرمائے! پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه په حال غمژن شو، نو دعا ئې اوفرمائيله، کله چې هغوئي دعا اوفرمائيله نو د غيب نه آواز راغے: اےعبدالقادر! دې غل ته سمه لاره اوښايه! او د دۀ رهنمائي اوکړه او د قُطب په درجه ئې فائز کړه بيا حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه غل باندې نظر کرم اوفرمائيلو او د ولايت په اعلٰي درجه قُطبيت باندې ئې فائِز کړو.([1])

عجب شان یاغوث تیری جَلی ہے        تیری نظر سے چور بنتا ولی ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشقانِ غوثِ پاک! دا دے د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نظر فیضان.....! اوګورئ! د پيرانِ پير


 

 



[1]...سیرت غوث الثقلین، صفحہ:130-131 ۔