Book Name:Nigah e Ghous Azam

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظرِ کرم

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي.

       ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

      صحابيِ رسول حضرت ابو طَلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د يو ځل واقعه ده چې د سحر په وخت کښې د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نوراني مخ باندې د خوشحالئ آثار وو، صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمْ ترينه د سبب تپوس اوکړو نو اوئې فرمائيل: الله پاک پيغام راليږلے دے: اے محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو اُمَّتي چې په تاسو يو ځل درود شريف لولي، زه به د هغه د پاره لس نيکئ ليکم، د هغه لس ګناهونه به ختمووم، او د هغه لس درجے به اوچتَووم او هم دومره رحمتونه به پرې ليږم.([1])       


 

 



[1]...مُسْنَدِ اَحْمد، جلد:5، صفحہ:509، حدیث:16352۔