Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

د ځنکدن او قبر سختې؟

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                        وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه : ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك ، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو ، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته ، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي. د اِعتِكاف نِيَّت هُم صرف خوراك څښاك يا اُوده كيدو د پاره كول نه دي پكار بلكه چې مقصد د الله تعالٰى رِضا وي. “ فتاوىٰ شامـى “ كښې دي : كه څوك جُمات كښې خوراك څښاك يا اُوده كيدل غواړي نو د اِعتِكاف نِيَّت دِ اوكړي ، لږ ساعت دِ ذِكْرُ الله اوكړي مثلاً دولس ځله دِ دُرودِ پاك اولولي. بيا چې څه غواړي كوي دِ (يعني بيا كه غواړي نو خوراك څښاك كولے شي او اُوده كيدے شي)

د دُرُود شريف فضيلت

     فرمانِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : تاسو خپل مجلسونه په ما باندې دُرودِ پاك لوستلو باندې ښائسته كړئ ځكه چې ستاسو په ما باندې