Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

اجتماع یومِ رضا ( 25 صَفَرُ الْمُظَفَّر 1442ھ)کښي کیدونکے بیان

د اعلٰی حضرت اوچت اخلاق

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                             وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                        وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)

         مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، او ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات کښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. او ضِمناً به ستاسو د پاره په جُمات کښې خوراك څښاك هُم جائز شي.

د دُرُود شريف فضيلت

      د حضورِاکرم، نورِمُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالیشان دے: د الله تعالٰى د پاره خپل مينځ كښې مَحبَّت كوونكي چه كله ملاقات اوكړي او مُصافَحه اوكړي (يعني لاس مِلاو كړي) او نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) باندې دُرُودِ پاك اوليږي نو د هغوئي د جُدا كيدو نه مخكښې د دواړو تير شوي او راروان ګُناهونه اُوبخښلے شي. (مسند ابی یعلی، ۳/۹۵،حدیث:۲۹۵۱)

کعبے کےبدر الدُّجیٰ تم پہ کروڑوں  دُرُود                           طیبہ کے شمسُ الضُّحٰی تم پہ کروڑوں  دُرُود

(حدائقِ بخشش،ص۲۶۴)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد