Share this link via
Personality Websites!
غرونو ته حُکم کوي او د عِلمِ غيب شان ته يـې هم وګورئ چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لا ژوندي دي، د دُنيائي ژوند سره د حُضور سرورِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره موجود دي، ډير کلونه پس هغوئي ته چرته شهيدان کيدل وو خو د غيبو نه خبر نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د مخکښې نه معلومه وه چې عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم شهيد کيږي او عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم شهيد کيږي۔
صحابۍ رسول حضرت اَبو مُوسیٰ اَشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ زۀ د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د مدينے پۀ باغونو کښې پۀ يو باغ کښې ووم، يو کَس راغلو، هغه دروازه وډبوله، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِفْتَحْ لَہٗ وَ بَشِّرْہُ بِالْجَنَّۃِ دۀ ته دروازه برسيره کړه او دۀ له د جَنَّت زيرے ورکړه۔ فرمائي: ما دروازه برسيره کړه نو هغه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، ما هغوئي له د جَنَّت زيرے ورکړو۔ هغوئي د الله پاک شُکر ادا کړو۔ څۀ وخت پس بيا دروازه وډبيدله، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا وفرمائيل: اِفْتَحْ لَہٗ وَ بَشِّرْہُ بِالْجَنَّۃِ دۀ ته دروازه برسيره کړه او دۀ له (يعنې راتلونکي له) د جَنَّت زيرے ورکړه! حضرت اَبو مُوسیٰ اَشعَرِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما دروازه برسيره کړه، دا راتلونکے حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، ما هغوئي له د جَنَّت زيرے ورکړو، هغوئي هم د الله پاک شُکر ادا کړو (او دربار رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو)۔ څۀ وخت پس پۀ دريم ځل دروازه وډبيدله، پۀ دې ځل د غيبو د خبرو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِفْتَحْ لَہٗ وَ بَشِّرْہُ بِالْجَنَّۃِ عَلٰی بَلْوٰی تُصِیْبُہٗ يعنې دروازه برسيره کړه او راتلونکي ته ووايه چې يو مصيبت کوم چې به هغوئي ته رسيږي، د هغې نه پس دے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami