Share this link via
Personality Websites!
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت يو راز
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمان غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت د اِسلام د تاريخ يوه ډيره اهمه او ډيره غمژنه پيښه ده * دا پۀ اصل کښې د قُدرت يو راز وو، داسې کيدل وو او ضرور به کيدل * پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې هم د دې ذِکر موجود وو او خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم ډير ځل پۀ دې باره کښې د غيبو خبر اِرشادات فرمائيلې وو * د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت د اِسلام پۀ تاريخ کښې هٰغه وړومبۍ موقع وه، کله چې د مسلمانانو يو والے مات شو * يو غير مسلمه وو، د هغه دا سازش وو، د هغه د سازش پۀ وجه د مِصر ځينو خلقو بغاوت اوکړو، د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کور مبارک نه چاپيره شول او هغوئي 40 ورځې هلته د قيد کيدو نه پس پۀ ظلم سره شهيد کړے شو، د هغوئي پۀ دې شهادت کښې زمونږ د پاره هم د زدکړې ډير سبقونه دي، مونږ پۀ شروع کښې د 21 سيپارې، د سورۀ اَحزاب د 23 آيت د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې د هغوئي د شهادت ذِکر شوے دے، راځئ چې وړومبے پۀ دې آيت باندې ځان پوهه کړو، بيا به د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت واقعه او د هغې نه ميلاؤيدونکي سبقونه زده کوو۔
الله پاک اِرشاد فرمائي:
مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا (پارہ: 21، سورۀ الاحزاب 23)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ مسلمانانو کښې څۀ هٰغه سړي دي چې هغوئي رښتيا کړله۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami