Share this link via
Personality Websites!
فرمائيل: که تاسو زما خوشحالي غواړئ نو وسله وغورځوئ او واورئ! پۀ تاسو کښې چې کوم غلام هم وسله وغورځوي ما هغه ازاد کړو۔ پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! د وينې توئيدو نه مخکښې زما شهيد کيدل زما ډير خوښ دي۔ زما شهادت ليکلے شوے دے او رسولِ ذِيشان، محبوبِ رحمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما له د دې زيرے راکړے دے۔ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلو غلامانو ته وفرمائيل: که تاسو جنګ کوۍ نو بيا به هم زۀ شهيد کيږم۔ ([1])
جو دِل کو ضِیا دے جو مُقدّر کو جِلا دے وہ جَلوۂ دِیدار ہے عثمانِ غنی کا([2])
وضاحت: حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اوچت شان والا هستي ده، د چاد ديدار پۀ برکت چې زړونه روښانه کيږي او قِسمتونه ښه کيږي۔
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره مُشابهت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې ځائے کښې حُضُور داتا ګنج بخش علي هُجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره عِلمي نکته بيان کړې ده، ليکلي يـې دي: چي پۀ دې محاصره کښې يو ځل حضرت اِمام حَسَن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له تشريف راوړلو، عرض يـې اوکړو: اے اَمِيرُ المُؤمِنِين! اِجازت راکړئ چې مونږ دا باغيان د دوئي انجام ته ورسوو۔ حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اے ورارۀ! کور ته لاړ شئ! ارام اوکړئ! د دې پورې چې د تقدير ليکل شوي غالِب راشي، لَا حَاجَۃَ لَنَا فِی اِہْرَاقِ الدِّمَاءِ مونږ ته د وينې توئيولو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami