Share this link via
Personality Websites!
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خِلافت اخري کال وو، ځينو منافقانو د هغوئي خِلاف سازش جوړ کړو چې پۀ نتيجه کښې يـې د مِصر خلقو د هغوئي خلاف بغاوت اوکړو او مدينے منورې ته راغلل او د هغوئي د کور نه چاپيره شول۔ اوس حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دننه وو، هغوئي يې بهر وتلو ته هم نۀ پريښودو، د بهر نه د خوراک څښاک څۀ سامان هم دننه نۀ پريښودے کيدو، څو ورځې هغوئي هم داسې تيرې کړې! د هغوئي سره د محبت کوونکو د طرف نه به بيا بيا عرض کيدلو چې عالي جاه! حکم اوکړئ چې مونږ دا باغيان پۀ لږ وخت کښې د دې ځائے نه لرې کړو خو د هغوئي هم يو جواب وو: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما سره وعده فرمائيلې ده او زۀ به پۀ هغې باندې صبر کووم۔ ([1])
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بے مثاله صبر نه قربان شم۔۔۔!! د شهادت جام يـې خو وڅښلو خو پۀ مدينه منوره کښې يـې د مسلمانانو وينه توئيول خوښ نۀ کړل۔ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کور مبارک نه خلق چاپيره شول او اوبۀ پرې بندې کړے شوې * د هغوئي سره محبت کوونکي کور ته حاضر شول او د باغيانو سره يـې د مقابلې اِجازت وغوښتو خو عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِجازت ورکولو نه اِنکار اوکړو او * کله چې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ غلامان د وسلې سره د اجازت اخستو د پاره حاضر شول نو وه يـې
[1]... ریاض النضرۃ، جز:3، الباب الثالث، الفصل الحادی عشر، ذکرعرض علی وغیرہ ...الخ، صفحہ:60 و 61 خلاصۃً۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami