Share this link via
Personality Websites!
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رازدار
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خاصيتونو کښې يو خاصيت دا دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل ظاهري ژوند مبارک کښې د ټولو نه اخري نصيحت چا ته کړے،نو هغه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے۔ پۀ روايتونو کښې دي: د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې چې کله مرض حاضر وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راوغوښتو، هغوئي حاضر شول، وه يـې فرمائيل: عثمانه! ما ته رانزدې شه! هغوئي ورنزدې شول، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارک د هغوئي طرف ته رااوچت کړو، بيا يـې پۀ رازدارۍ سره څۀ نصيحت اوکړو او وه يـې فرمائيل: اَفَہِمْتَ مَا قُلْتُ لَکَ؟ آيا تۀ پوهه شوې څۀ چې ما ووئيل؟ عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: آؤ جي! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! (زۀ پوهه شوم)۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پۀ رازدارۍ سره څۀ وفرمائيل: بيا يـې پوښتنه اوکړه: آيا تۀ پوهه شوې؟ عرض يـې اوکړو: آؤ جي! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دريم ځل هم داسې نصيحت وفرمائيلو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا راز وو کوم چې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ووئيلو، هغوئي داسې رښتونے رازدار وو چې هغوئي چرې هم دا راز ښکاره نۀ کړو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami