Share this link via
Personality Websites!
يوه ښکلې خبره عرض کړم: نن مسلمان اُمت پۀ مجموعې توګه د زوال ښکار دے، پۀ ډيرو ځايونو کښې پۀ مسلمانانو باندې ظلمونه کيږي، د دې ټولو يوه وجه د مرګ نه نفرت هم دے، پۀ حديثِ پاک کښې دي: ډير زر به پۀ تاسو باندې قومونه داسې راغوټه کيږي، لکه څنګه چې د خوراک پۀ لوښي راغوټه کيږي، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا مونږ به هٰغه وخت کم يو؟ وه يـې فرمائيل: نا، هٰغه وخت به ستاسو شميره ډيره زياته وي خو هٰغه وخت به دوه بدۍ وي: (1): د دُنیا سره محبّت (2): د مرګ نه نفرت۔ ([1])
الله! الله! نن مسلمانان پۀ اربونو دي خو زوال دے، مظلوميت دے، د دې وجه څۀ ده؟ زمونږ پۀ زړونو کښې د دُنيا محبت زيات شوے دے او د اخرت شوق کم شوے دے۔ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله دې الله پاک زمونږ د اخرت شوق نصيب کړي، کاش چې زمونږ د الله پاک محبت نصيب شي، پۀ هٰغه محبت کښې ژوندي يو او پۀ هٰغه محبت کښې د دُنيا نه لاړ شو۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
محبت میں اپنی گُما یاالہٰی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یاالہٰی!([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami