Share this link via
Personality Websites!
ملاقات د پاره يـې پۀ نا قلارۍ کښې تير کړو، د رَبِّ رحمان پۀ محبت کښې يـې تير کړو، د هغۀ د ديدار شوق يـې لرلو او نيکۍ يـې کولې۔ الله پاک دې مونږ هم د دوئي نه کړي! کاش چې زمونږ د اخرت فِکر، د الله پاک سره ملاقات او د هغۀ د ديدار شوق نصيب شي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ د پاره تيار اوسئ!
يو ځل د اعلیٰ حضرت، اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې پوښتنه وشوه: (د مؤمِن شان دا دے چې) د مرګ د پاره پۀ خوشحالۍ سره تيار اوسي، څوک چې ګنهګار دے هغه اخر څنګه پۀ خوشحالۍ د مرګ د پاره تيار اوسيدے شي (هغه خو به ويريږي چې آه! چرته مرګ رانشي، هسې نۀ چې پۀ ګناهونو باندې زۀ راګير نکړے شم)؟
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ډير ښکلے جواب ورکړو، وه يـې فرمائيل: هٰغه اِنسان له پکار دي چې ګناه پريږدي، توبه کړي او پۀ خوشحالۍ د مرګ د پاره تيار اوسي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له دا کول پکار دي چې ګناهونه پريږدو، رښتونې پخه توبه اوکړو، نيک کارونه اوکړو، بيا د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ د پاره هر وخت پۀ خوشحالۍ تيار اوسو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami