Share this link via
Personality Websites!
خو منع دي، د الله پاک سره د ملاقات خوښولو معنیٰ دا ده چې اِنسان پۀ دُنيا کښې زړۀ نۀ لګوي، د اخرت تياري کوي، هر وخت د الله پاک د رضا والا کارونو کښې مصروف وي، داسې کَس الله پاک خوښوي، د هغۀ ژوند هم د الله پاک خوښ وي او د هغۀ مرګ هم د الله پاک خوښ دے۔ ([1])
اے فرښتو! دے زما سره ميلاؤيدل غواړي
حضرت اِبراهيم بن شَيبَان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې به د قيامت ورځ شي، ټول مخکښيني وروستني خلق به د رَبِّ قادر او قيوم پۀ دربار کښې حاضر وي، هٰغه وخت به فرښتے د مسلمانانو د يوې ډلې خوا له راشي، اِرشاد به فرمائي: اے د الله پاک دوستانو! راځئ زمونږ سره۔ هٰغه اولياءُ الله به پوښتنه کوي: چرته تلل دي؟ فرښتے به فرمائي: د هٰغه جَنَّت طرف ته د کوم پلن والے چې د زمکې او د اسمان برابر دے، ستاسو د پاره جوړ کړے شوے دے۔ هٰغه اَولِيَاءُ الله به عرض کوي: مونږ ژوند د جَنَّت پۀ غوښتو کښې خو نۀ دے تير کړے، کله چې هغوئي دا ووائي نو الله پاک به اِرشاد وفرمائي: مَلَائِکَتِیْ اے زما فرښتو! اُتْرُکُوْہُمْ دوئي پريږدئ۔۔۔!! فَاِنَّہُمْ لَا یَرْضِیْہِمْ غَیْرَ النَّظْرِ اِلٰی وَجْہِیْ بے شکه دوئي زما د ديدار نه علاوه پۀ هيڅ څيز نۀ راضي کيږي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د هٰغه خلقو شان کومو چې ژوند تير کړو نو د الله پاک سره د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami