Share this link via
Personality Websites!
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
اَتَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَ اَنْتُمْ تَتْلُوْنَ الْكِتٰبَؕ-اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ(۴۴) (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 44)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تاسو خلقو ته د نيکۍ حُکم کوئ او خپل ځانونه هيروۍ حالانکې تاسو کتاب هم لولۍ نو آيا تاسو عقل نۀ لرئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې د سورۀ بقره د آيت: 44 د اوريدو سعادت حاصل کړو، د دې آيت مبارک د شانِ نُزول پۀ باره کښې يو روايت خو دا دے چې يو ځل د يهوديانو عالمانو نه د هغوي مسلمانانو خپلوانو پوښتنه اوکړه چې آيا اِسلام رښتونے دِين دے؟ هغوئي جواب ورکړو: آؤ! اِسلام رښتونے دِين دے، تاسو پۀ دې باندې قائم اوسئ۔ يو روايت دا مشهور دے چې د عربو بني اِسرائيلو به د سرورِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو نه مخکښې عربو والؤ ته د هغوئي د راتللو خبرونه ورکول او هغوئي ته به يـې هدايت کولو چي کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي نو پۀ هغوئي پسې دې روان شي۔ بيا چې کله حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو نو هُم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami