Share this link via
Personality Websites!
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ ارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ(۴۳)
(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نـمونځ قائم کړئ او زکوٰة ادا کړئ او د رکوع کوونکو سره رکوع اوکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې د سورۀ بقره د آيت: 43 د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې هم بني اِسرائيلو ته خطاب دے، د دې نه پۀ مخکښيني آيت کښې هغوئي ته د اِيمان قبلولو حُکم ورکړے شوے وو۔ دلته هغوئي ته د 3 نيک اعمالو حُکم ورکړے شو، ارشاد دے:
(1): وړومبے حُکم:
وَ اَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نـمونځ قائم کړئ۔
(2): دويم حُکم:
وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 43)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زکوٰة ادا کړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami