Share this link via
Personality Websites!
چې خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: حيا د ايمان نه ده او عثمان زما په امت کښې د ټولو نه زيات حيا کوونکے دے۔([1])
د مسلمانانو دريم خليفه حضرتِ سَيِّدُنا عُثمان بِن عَفَّان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه چې بنده کوټه کښې غُسل کووم نو هُم د الله پاک نه د حيا په وجه ځان راټول کړم۔([2])
په حديث شريف کښې دي: حيا چې څومره زياته وي ښه ده۔([3])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته هُم پکار دي چې د خپلې حيا معيار چيک کړو۔ افسوس نن صبا مسلمانانو کښې د حيا ماده ورځ په ورځ کميږي، او چرته چې حيا کول وي هلته حيا نه کوي يعنې د ګناهونو کولو نه حيا کول پکار دي، او د ټولو زيات حقدار الله تعالٰى دے چې د هغه جَلَّ شَانُهٗ نه حيا اوکړے شي، چې زما رب تعالٰى ما ويني او زه ګناه کووم، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم دا سوچ به مونږه د ډيرو ګناهونو نه رامنع کړي۔
او د نيکئ په کار کښې حيا کول نه دي پکار، مَثَلًا څوک چا ته اُووائي ګيره پريږه يا عمامه په سر کړه يا د نيکئ دعوت ورکړه نو بعضې خلق داسې وخت کښې هُم وائي ما ته حيا راځي، نو داسې نه ده پکار چې مونږه د نيکئ په کار کولو کښې هُم حيا محسوسه کړو بلکه په اخلاص سره د الله تعالٰى د رضا د پاره نيکي کول پکار دي۔
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! که حيادار ماحول نصيب شي نو د بنده په زړه کښې حيا راپيدا کيږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې د حيا او نورو نيکو کارونو ډير ډير درس ورکولے کيږي، لِـهٰذا هر وخت د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami