Share this link via
Personality Websites!
دويم خاصيت: په نکاح کښې د حضور صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دوه شهزاديانې
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خاصيتونو کښې دويم خاصيت دا دے چې د هغوئي په نکاح کښې پرله پسې (يعني د يوې بلې نه پس ) د خوږ آقا، سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 شهزادګئ راغلې۔
د حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نه واخله تر د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پورې کم او زيات 1 لاکھ 24 زره انبيائے کرام عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام تشريف راوړو، ډيرو زياتو انبيائے کرامو ته الله پاک لونړه هم ورکړې، هغوئي د خپلو شهزاګو نکاح هم اوکړه خو د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه علاوه د انسانانو په تاريخ کښې يو هم داسې کَس نشته د چا په نکاح کښې چې د نبي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام 2 لونړه راغلې وي۔
د شهزادګو نکاح د وحي په ذريعه اوشوه
زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بے شکه الله پاک ماته وحي اوفرمائيله چې د خپلو 2 شهزاديانو نکاح د عثمان سره اوکړه۔ ([1])
نبی کے نُور دو لے کر وہ ذُو النُّورَین کہلائے انہیں حاصِل ہوئی یوں قربتِ محبوبِ رحمانی([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خاصيتونو کښې دريم خاصيت دا دے چې هغوئي په امت کښې د ټولو نه زيات حيا دار وو۔ حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره نه رِوايت دے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami