Share this link via
Personality Websites!
ما د هغه نه پوښتنه اوکړه: اے انسانه! تا داسې ولې او په څه وجه وائي؟ هغه پُر اسراره (نا اشنا) کَس اووئيل: اے پوښتنه کوونکيه! زما حال مه پوښته۔۔۔!! افسوس! زه په هغه بدقسمتو کښې يم څوک چې د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهيد کولو د پاره د هغوئي کور ته ننوتے وو، ما چې کله توره راواخسته او د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا ته اورسيدم نو د هغوئي بي بي محترمې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا په زوره زوره ماته سپورې ستغې خبرې شروع کړې، د هغې د سپورو ستغو خبرو اوريدو سره ما له غصه راغله، ما په غصه کښې بي بي صاحبې له مَعَاذَ الله پړق ورکړو، چې کله حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا منظر اوليدلو نو هغوئي ماته 4 ښيرې اوکړې: (1) هغوئي اوفرمائيل: الله پاک دې ستا دواړه لاسونه (2): دواړه ښپې کټ کړي (3) تا دې ړوند کړي او (4): تا دې دوزخ ته ګزار کړي۔
د اَمِیْرُالْمُؤمِنِیْن د جلال نه ډک مخ ليدلو سره او د هغوئي د دې قهر د ښيرو اوريدو سره په ما غونے ځيګ ځيګ شو او زه د ويرې نه رپيدم او د هغه ځائے نه راوتختيدم۔ افسوس! د اَمِیْرُالْمُؤمِنِیْن حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په هغه 4 کښې په 3 ښيرو کښې خو ګير شوے يم، ته وينې، زما دواړه لاسونه هم کټ شوي دي، زما دواړه ښپې هم کټ شوې دي، او د سترګو نظر مې هم تلے دے، افسوس! په کروړونو ځل افسوس! اوس صرف څلورمه دعا پاتې ده (يعني زما دوزخ ته تلل پاتې دي)۔ ([1])
دو جہاں میں دشمنِ عثماں ، ذلیل و خوار ہے بعد مرنے کے عذابِ نار کا حقدار ہے([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami