Share this link via
Personality Websites!
(يعني حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) څومره خوش قسمته دے، هغوئي به د کعبې د طواف سعادت حاصلوي۔
صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان چې کله دا خبره اوکړه نو سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: داسې نه ده، عثمان که چرې ټول کال هم په مکه مکرمه کښې وي، هغه به هيڅکله هم زما نه مخکښې طواف اونکړي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے عاشقانِ رسول! څومره ځانګړے محبت دے، حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مکه مکرمه کښې دے، هغوئي ته وئيلے شي: چې طواف اوکړئ! هغوئي وائي: د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه مخکښې به چرې هم طواف اونکړم۔
دلته د محبوبِ خُدا، سرورِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي په محبت څومره باور دے۔۔۔!! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: عثمان که ټول کال هم هلته وي، بيا به هم زما نه بغير طواف نه کوي۔ سُبْحٰنَ اللہ!
الله پاک دې په حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کروړونه رحمتونه نازل کړي، د هغوئي
رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په برکت دې الله پاک زمونږ هم کمالِ عشقِ رسول، د سُنَّتو سره محبت، د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کمالِ اطاعت جذبه نصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني مذاکره
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو، د سُنَّتو سره د محبت او د اطاعتِ مصطفٰے جذبې موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami