Share this link via
Personality Websites!
حديثِ پاک کښې دي: اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ ريښتونے نيت اَفضَل تَرين عَمَل دے۔([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د هر نيك او جائز كار نه مخكښې د ښه ښه نِيَّتونو كولو عادت جوړ كړئ چې هغه نِيَّت بنده جنَّت ته داخلوي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې* د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
حضرت ابو قِلابَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي: زه يو ځل په شام ملک کښې ووم، يوه ورځ ما يو آواز واوريدلو، چا چغې وهلې: هئ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، هئ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، زه ډير حيران شوم چې آخر دا څوک دے؟ څوک چې په دومره يقين سره وائي چې زما د پاره دوزخ دے۔ فرمائي: چې د کوم طرف نه آواز راتلو، زه پاڅيدم او هغه طرفته روان شوم، هلته ما يو حيرانيدونکې نظاره اوليدله، يو کَس دے، د چا دواړه لاسونه چې هم کټ دي، دواړه ښپې ئې هم کټ دي، په دواړو سترګو هم ړوند دے او په زمکه اُلټا پروت دے او بيا بيا هم دا چغې وهي: هئ افسوس! زما د پاره دوزخ دے، هئ افسوس! زما د پاره دوزخ دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami