Share this link via
Personality Websites!
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیِ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ
ترجمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والؤ د الله او د هغه د رسول نه وړاندې مه ځئ او د الله نه ويريږئ بے شکه الله اوري پوهيږي۔ (پارہ:26،سورۂ حجرات:1)
د حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه روايت دے: بعضې خلقو به د روژې مبارکې نه يوه ورځ مخکښې روژې نيولې، د هغوئي په باره کښې دا آيتِ نازل شو او حکم اوکړے شو: د خپل نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه وړاندې مه ځئ! ([1])
مشهور مفسرِ قرآن، حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: آيت شريف کښې ورکړے شوے حکم د ټولو د پاره عام دے، يعني په هره خبره کښې، په هر يو کار کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه وړاندې تلل منع دي، که چرې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په لاره ځئ نو د اجازت نه بغير مخکښې مخکښې تلل منع دي، که چرې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د ډوډئ خوړلو شرف حاصل شي نو وړومبے شروع کول ناجائزه دي، دغه شان خپل عقل او خپله رائے د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رائے باندې مُقَدَّم ساتل حرام دي۔([2])
عثمان به هيڅ کله هم طواف اونکړي
سُبْحٰنَ اللہ! يو طرفته مکه مکرمه کښې د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل د تره ځوي سره دا مکالمه روانه وه، بل خوا د خوږ نبي مکي مدني نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضرو صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان خپلو کښې خبرې اترې کولې چې ابو عبد الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami