Share this link via
Personality Websites!
عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پشان عشقِ رسول نصيب شي، چې مونږ ته هم داسې ښکلے سوچ ميلاؤ شي او مونږ هم په سُنَّتِ مصطفے پوره عمل اوکړو۔
فنا اتنا تو ہو جاؤں میں تیری ذات عالی میں جو مجھ کو دیکھ لے اس کو ترا دیدار ہو جائے([1])
د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ئې مخکښې طواف اونکړو
اے عاشقانِ رسول! په دې موقع يوه بله ايمان تازه کوونکې معامله رامخې ته شوه، داسې اوشو چي کله حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مکه مکرمه کښې وو، د هغوئي د تره ځوي اَبان بن سعيد هغوئي ته اووئيل: یَابْنِ عَمِّ طُفْ! اے د تره ځويه! طواف اوکړه۔۔۔!! حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: اے اَبان بن سعيد! زمونږ يو رسول دے، يو محبوب دے، مونږ يو کار هم په خپله خوښه نه کوو، سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې وړومبے کوي، مونږ چې څه هم کوو، د هغوئي په پيروئ کښې ئې کوو۔ ([2])
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه مخکښې تلل منع دي
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې زمونږ هم داسې عشقِ رسول، داسې کمال محبت نصيب کړي، کاش! چې مونږ هم د خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيروئ کوونکي جوړ شو۔ آه! نن سبا خلق د عقل نه کار اخلي، د قرآن او حديث تعليمات د عقل په تَله تَلي، په فيشن کولو کښې داسې پريوتي دي چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت خپلول خو لويه خبره ده، د سنتو معلومات هم نه خاصلوي۔ کاش! چې مونږ د سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ريښتوني پيروکار جوړ شو۔ الله پاک په قرآنِ پاک کښې فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami