Share this link via
Personality Websites!
يعني مکې والا به ماته څه وائي، د هغوئي په نظرکښې به زه څه ښکارم، زه د دې پروا نه کووم، زما آئيدل زما محبوب دے، زه د هغوئي د اداګانو ادا کول فخر ګنړم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے عاشقانِ رسول! څومره ښکلې خبره ده! سُنَّتِ مصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ د پاره معيار دے، الله پاک فرمائي:
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ
ترجمۀ کنزُ الايمان: بے شکه ستاسو د پاره د رسول الله پيروي بهتره ده۔
(پارہ:21،سورۂ احزاب:21)
معلومه شوه چې د سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک ژوند زمونږ د پاره بهترينه نمونه ده * مونږ له د هغوئي پيروي کول دي، زمانه څنګ روانه ده؟ حالات څنګه دي؟ مونږ له دې ته نه دي کتل پکار مونږ له دې ته کتل پکار دي چې زمونږ د محبوب آقا، سرورِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعليم څه دے * چې جامې اخلو نو دې ته کتل نه دي پکار چې فيشن کوم چليږي، دا ګورئ! چې زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جامې مبارکې به څنګه وې * چې ويښته جوړوو نو دا نه دي کتل پکار چې نن سبا ټرينډ څه چليږي، دا ګورئ چې زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ويښته مبارک به څنګه وو، غرض په پاڅيدو کيناستو کښې، تګ کښې، اوده کيدو کښې، پاڅيدو کښې، تلو راتلو کښې، هره معامله کښې مونږ ته فيشن ته کتل نه دي پکار، د زمانې حالاتو ته نه دي کتل پکار بلکه مونږ له يوې خبرې ته کتل دي، هغه دا چې زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکه ادا څنګه ده۔ کاش۔۔۔! چې مونږ ته هم د حضرت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami