Share this link via
Personality Websites!
اے عاشقانِ رسول! د بيعتِ رضوان په موقع چې کله حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مکې مکرمې ته تلے وو، نو هغه وخت کښې ځينې ايمان تازه کوونکې معاملې اوشوې۔ راځئ! د هغې نه 2 روايتونه اورو:
حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د سُنّتِ مُصطَفىٰ سرہ محبت!
سرورِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سفير جوړ کړلو او مکې مکرمې ته ئې اوليږلو، هغوئي مکې مکرمې ته اورسيدل، د هغوئي د تره ځوي ابان بن سعيد څوک چې مسلمان نه وو، هغه په مکه مکرمه کښې اوسيدو، حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ټولو نه مخکښې د خپل د تره ځوي ابان بن سعيد سره ميلاؤ شو۔
حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سنتو عامِل وو، ځکه هغوئي د سُنتو پيروئ کښې خپل تهبند مبارک د ګِټو نه بره ساتلے وو خو کافرانو دا بد ګنړل، کافرانو به د تکبر او فخر په طور تهبند د ګِټو نه ښکته ساتو۔ د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د تره ځوي ابان بن سعيد چې کله د هغوئي تهبند مبارک د ګِټو نه بره اوليدو نو د خندا په انداز ئې اووئيل: څه خبره ده، زه تا په کمزوري حالت کښې وينم، ستا تهبند د ګِټو نه اوچت دے؟ مطلب ئې دا وو چي اے عثمانه! ته خو مالداره سړے وې، ستا يو نوم وو، دا دې څه حالت کړے دے؟ ته سفير راغلے ئې، تا له پکار وو چې ځان دې سنبال کړے وو خو ستا حالت ډير کمزورے ښکاري، ستا تهبند د ګِټو نه بره دے۔
په دې حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ښکلے جواب ورکړو، د زړه په غوږونو ئې واورئ! هغوئي اوفرمائيل: زمونږ د نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تهبند شريف داسې (يعني د ګِټو نه بره) وي۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami