Share this link via
Personality Websites!
خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د نورو نيکو سره سره به د حيا کولو نيکي هُم حاصله کړئ۔
د حيا ذهن جوړولو د پاره د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه بهترينه رساله حيادار ځلمے (با حيا نوجوان) مطالعه کړئ او نورو ته هُم د دې د لوستلو ترغيب ورکړئ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم هر طرف ته به حيا عامه شي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق رانصيب کړي۔
یا الٰہی! دے ہمیں بھی دولتِ شرم و حیا حضرتِ عثماں غنی با حیا کے واسِطے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
څلورم خاصيت: د دعائے مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حریص کوونکے
يو ډير ښکلے خاصيت دا دے چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډيرې زياتې دعاګانې کولې۔ راځئ! دې باره کښې يو څو روايتونه اورو:
د چا د پاره په داسې دعا کولو نه دے ليدلے شوے
د غزوۀ تبوک موقع وه، د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان لښکر په سفر روان وو، په لاره کښې په يو ځائے کښې ډيرې ستونځې رامخې ته شوې، د خوراک څښاک څيزونه ختم شو، ډيره سخته ګرمي وه، ډيره لوږه او تنده وه، دې حالت کښې د صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په مخونو باندې د خفګان نخښې په نظر راتلې، خو منافقان دې حالت ليدلو سره خوشحاليدل۔
رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا حالت اوليدلو نو د غيبو خبر ئې ورکړو او اوئې فرمائيل: په الله پاک دې قسم وي! د لـمر پريوتو نه مخکښې به الله پاک تاسو له رزق راوليږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami